د بغلان امنيتي مسوولين په دې ولايت كې د درېيو وسله والو غلو د نيولو او د ۱۵ ميله بېلابېل ډوله وسلو د ترلاسه كولو خبر وركوي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت نن وويل، پوليسو په نهرين ولسوالۍ كې څلور وسله وال غله، چې د لارې په اوږدو كې يې د مسافرو مالونه غلا كول، په نښه كړل، چې په پايله كې يې يو غل ووژل شو او درې تنه نور ونيول شول.
نوموړي زياته كړه، په دغې ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په ګډو عملياتو كې له نامسووله وسله والو ۱۱ ميله او له وسله والو غلو څلور ميله وسلې ترلاسه شوې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې مسافرو تل د هېواد په لويو لارو كې د وسله والو غلو له شتونه شكايت كړى او له امنيتي ارګانونو يې د هغوى د مخنيوي غوښتنه كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


