ads

ظريف د فرانسې له جمهور رئيس سره خپله ليدنه ګټوره وبلله

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د تهران د ۲۰۱۵م ميلادي كال د اټومي هوكړې د ژغورلو لپاره په پاريس كې د فرانسې له جمهور رئيس ايمانوېل مكرون سره خپلې پرونۍ خبرې ګټورې وبللې. د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، ظريف له مكرون سره تر ليدنې وروسته وويل، ايران او فرانسې […]

نویسنده: hewadpal
2 وږی 1398
ظريف د فرانسې له جمهور رئيس سره خپله ليدنه ګټوره وبلله

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د تهران د ۲۰۱۵م ميلادي كال د اټومي هوكړې د ژغورلو لپاره په پاريس كې د فرانسې له جمهور رئيس ايمانوېل مكرون سره خپلې پرونۍ خبرې ګټورې وبللې.
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، ظريف له مكرون سره تر ليدنې وروسته وويل، ايران او فرانسې د يادې هوكړې د عملي كولو د څرنګوالي په اړه له يو بل سره خپل وړانديزونه شريك كړل.
د ايران د بهرنيو چارو وزير د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې د ايران او فرانسې جمهور رئيسان په تېرو څو اونيو كې په دې هدف په خپلو كې سره غږېدلي، چې څرنګه كولى شي د تهران اټومي هوكړه وژغوري.
د تېر ميلادي كال په مې مياشت كې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ايران له اټومي هوكړې د امريكا تر وتلو او پر تهران د واشنګټن د بنديزونو له بېرته لګېدو وروسته دا هوكړه د لغوه كېدو له خطر سره مخ شوه، خو اروپايي لاسليكوونكي يې د ژغورلو هڅه كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA