راپورونه وايي، شمالي كوريا نن خپل دوه لنډ واټن ويشتونكي باليسټيك توغندي وازمويل.
دا توغندويي ازموينه له جنوبي كوريا او جاپان سره د شمالي كوريا د كړكېچ زياتېدو سبب شوې ده.
د جاپان د ساحلي ګارد سرتېرو وويل، د شمالي كوريا له لوري يې د يوه شكمن باليسټيك توغندي ازموينه پېژندلې ده.
د جنوبي كوريا اردو بيا ويلي، چې پيونګيانګ دوه توغندي خپلو ختيځو سواحلو ته توغولي دي.
دا له يوې مياشتې په كمه موده كې د شمالي كوريا اوومه توغندويي ازموينه ده.


