جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن ماسپښين په دوه ورځني رسمي سفر سعودي عربستان ته لاړ.
د جمهوري رياست مرستيالې وياندې درانۍ وزيري كليد ته وويل، جمهور رئيس غني به سعودي عربستان ته د خپل سفر په مهال د دغه هېواد له پاچا سلمان بن عبدالعزيز او يو شمېر نورو چارواکو سره جلا ليدنې ولري.
د نوموړې په وينا، افغان پلاوى به مکې معظمې ته هم لاړ شي او د عمرې مراسم به پر ځاى کړي.
درانۍ د هغو موضوعاتو له څرګندولو ډډه وكړه، چې جمهور رئيس غني به پرې له سعودي چارواكو سره وغږېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


