ads

اردوغان د راتلونكې سې شنبې په ورځ روسيې ته سفر كوي

ټاكل شوې د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د راتلونكې سې شنبې په ورځ مسكو ته لاړ شي او هلته له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره وګوري. د تركيې د جمهوري رياست دفتر پرون وروسته له هغې د دې سفر پلان اعلان كړ، چې اردوغان او پوتين ټيليفوني خبرې وكړې او د سوريې […]

نویسنده: hewadpal
2 وږی 1398
اردوغان د راتلونكې سې شنبې په ورځ روسيې ته سفر كوي

ټاكل شوې د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د راتلونكې سې شنبې په ورځ مسكو ته لاړ شي او هلته له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره وګوري.
د تركيې د جمهوري رياست دفتر پرون وروسته له هغې د دې سفر پلان اعلان كړ، چې اردوغان او پوتين ټيليفوني خبرې وكړې او د سوريې په شمال لوېديځ كې پر بدلونونو وغږېدل.
د تركيې جمهور رئيس خپل روسي سيال ته وويل، د بشارالاسد د ځواکونو عمليات، چې مسکو يې ملاتړ کوي، په سوريه کې د بشري ناورين د رامنځته كېدو سبب شوي او د ترکيې ملي امنيت ته جدي ګواښ پېښوي.
اردوغان او پوتين په ادليب ولايت كې، چېرته چې په تېرو څو ورځو كې د تاوتريخوالي زياتېدو لسګونه زره كسان تېښتې ته اړ كړي، د حالت ښه كولو په هدف پر ګډو هڅو هوكړه وكړه.
د ۲۰۱۱م ميلادي كال په مارچ مياشت كې د سوريې د كورنۍ جګړې له پيل راهيسې تراوسه تركيې په خپله خاوره كې څه باندې درې اعشاريه شپږ ميليونه سوريايي كډوالو ته ځاى وركړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA