امنيتي ځواكونو په پروان كې له وسله والو طالبانو سره د اړيكو لرلو په تور نهه تنه نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا كسان د ملي پوليسو د ځانګړو ځواكونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې سرتېرو په ګډو عملياتو كې په بګرام ولسوالۍ كې ونيول شول.
د سرچينې په خبره، عمليات كوونكو ځواكونو له نيول شوو كسانو يو ميل وسله هم ترلاسه كړې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.