slideshow

98
۱ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

په پروان كې نهه تنه له وسله والو طالبانو سره د اړيكو لرلو په تور ونيول شول


امنيتي ځواكونو په پروان كې له وسله والو طالبانو سره د اړيكو لرلو په تور نهه تنه نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا كسان د ملي پوليسو د ځانګړو ځواكونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې سرتېرو په ګډو عملياتو كې په بګرام ولسوالۍ كې ونيول شول.
د سرچينې په خبره، عمليات كوونكو ځواكونو له نيول شوو كسانو يو ميل وسله هم ترلاسه كړې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *