ads

په ننګرهار کې چاودنې يو ملكي وګړى وواژه او نهه تنه نور يې ټپيان كړل

د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو ملكي وګړى وژلى او نهه تنه نور يې ټپيان كړي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار د خوږياڼو ولسوالۍ بازار ته نېږدې د ځاى پر ځاى شوي ماين له […]

نویسنده: hewadpal
1 وږی 1398
په ننګرهار کې چاودنې يو ملكي وګړى وواژه او نهه تنه نور يې ټپيان كړل

د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو ملكي وګړى وژلى او نهه تنه نور يې ټپيان كړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار د خوږياڼو ولسوالۍ بازار ته نېږدې د ځاى پر ځاى شوي ماين له كبله شوې ده.
نوموړي د دوو ټپيانو روغتيايي حالت نازک وباله.
د يادې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA