د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ پر غازي اباد امنيتي پوستې ډله ييز بريد كړى، چې د رامنځته شوې جګړې په ترڅ کې پنځه طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په ياده جګړه كې درې سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


