په خوست كې بمي چاودنې او ځانمرګي بريد يو تن وژلى او ۱۰ نور يې ټپيان كړي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر وايي، تېر مازديګر نېږدې شپږ بجې د خوست ښار په حمام مارکېټ کې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دى زياتوي، تراوسه د دې چاودنې هدف معلوم نه دى، خو په خبره يې، په ياد مارکېټ کې يوازې موبايلونه پلورل كېږي.
بلخوا تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې او ۳۰ دقيقې د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ په سموات سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر موټريز کاروان ځانمرګى بريد شوى دى.
د حيدر په وينا، په ياده پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د يوه ماشوم په ګډون پنځه تنه نور ټپيان دي.
د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول امنيتي سرتېرو ته د اوښتي زيان په اړه معلومات ورنه كړل.
وسله والو طالبانو ويلي، چې د خوست په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ كې يې د موټربم چاودنې په ترڅ كې ۱۴ امنيتي سرتېري وژلي او يو شمېر نور يې ژوبل كړي دي.
خو په خوست ښار كې د شوې بمي چاودنې مسووليت تر دا مهاله چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


