په بلخ كې د نښتې او هوايي بريدونو په پايله كې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۸۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، تېره شپه د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د نښتې په ترڅ كې پنځه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ژوبل دي.
د ده په وينا، په دې نښته كې د يادې ولسوالۍ د ملي امنيت مرستيال كريم اختري هم وژل شوى او د يوه بلوك د قوماندان په ګډون د ملي اردو دوه منسوبين ټپيان شوي دي.
رضايي زياته كړه، تېره شپه د بلخ په زارع ولسوالۍ كې د هوايي بريدونو له كبله د درېيو قوماندانانو په ګډون ۶۶ طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ژوبل دي.
د نوموړي په خبره، په دغو هوايي بريدونو كې د طالبانو له ۱۵ عرادو زيات موټر سايكلونه او د چاودېدونكو توكو او مهماتو يوه ډيپو هم له منځه تللې ده.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


