ads

محب: ګاونډي هېوادونه دې لانجو ته لار نه هواروي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب له ګاونډيو هېوادونو غواړي، چې لانجو ته دې لار نه هواروي او د دولتونو ترمنځ د اړيكو د اصولو پر بنسټ دې چلند وكړي. د ملي امنيت د شورا دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، محب د امنيتي سكټور د رهبرۍ په ناسته كې له […]

نویسنده: hewadpal
1 وږی 1398
محب: ګاونډي هېوادونه دې لانجو ته لار نه هواروي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب له ګاونډيو هېوادونو غواړي، چې لانجو ته دې لار نه هواروي او د دولتونو ترمنځ د اړيكو د اصولو پر بنسټ دې چلند وكړي.
د ملي امنيت د شورا دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، محب د امنيتي سكټور د رهبرۍ په ناسته كې له ټولو امنيتي او نورو اړوندو ادارو وغوښتل، چې په سرحدي موضوعاتو کې په هېڅ ډول نرمښت ونه كړي او هره کوچنۍ او لويه موضوع جدي ونيسي.
هغه وويل، افغان ځواكونه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او حريم ساتنې مکلفيت لري او بايد په دې اړه په رامنځته کېدونکو هر ډول موضوعاتو کې جدي واوسي.
د ملي امنيت سلاکار په دې تړاو لارښوونه وکړه، چې ټولې سرحدي سرغړونې په تېره بيا د ډيورنډ له فرضي کرښې سره تړلي موضوعات دې مستند او بلې ناستې ته دې وړاندې شي، چې په رڼا کې يې په اړه لازم تصميمونه ونيول شي.
د يادونې وړ ده، چې پاكستاني ځواكونه وخت ناوخت د افغانستان پر ختيځو سيمو توغندويي بريدونه كوي، چې له كبله يې ملكي وګړو ته د سر او مال زيانونه اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA