ads

د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو نهم پړاو پيل شو

د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو نهم پړاو د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د قطر په پايتخت دوحه كې پيل شو. طالب وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې په دغه پړاو مذاكراتو كې د طالبانو د مركچي پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانكزى او د […]

نویسنده: hewadpal
1 وږی 1398
د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو نهم پړاو پيل شو

د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو نهم پړاو د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د قطر په پايتخت دوحه كې پيل شو.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې په دغه پړاو مذاكراتو كې د طالبانو د مركچي پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانكزى او د امريكايي ټيم مشري د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد كوي.
د ده په خبره، په پرونۍ ناسته كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر هم حضور درلود.
تر دې مخكې ويل شوي و، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك به د روانې اګسټ مياشتې په ۱۹مه نېټه په ناروې كې لاسليك شي، خو په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د دغو راپورونو په ردولو سره وويل، د دواړو لورو ترمنځ پر پاتې جزياتو تر بحث وروسته به د ياد هوكړه ليك د لاسليكولو نېټه اعلان شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA