ads

بريتانيا د افغان سولې له هڅو ملاتړ كوي

په كابل كې د بريتانيا سفيره اليسن بلېك وايي، هېواد يې په افغانستان كې د رڼو او باوري ټاكنو د ترسره كېدو او د افغان سولې لپاره د هڅو ملاتړ كوي. هغې دا خبره تېر ماښام په سپېدار ماڼۍ كې د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال وكړه. […]

نویسنده: hewadpal
1 وږی 1398
بريتانيا د افغان سولې له هڅو ملاتړ كوي

په كابل كې د بريتانيا سفيره اليسن بلېك وايي، هېواد يې په افغانستان كې د رڼو او باوري ټاكنو د ترسره كېدو او د افغان سولې لپاره د هڅو ملاتړ كوي.
هغې دا خبره تېر ماښام په سپېدار ماڼۍ كې د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال وكړه.
د اجرائيه رياست د خبرپاڼې له مخې، مېرمن بلېك وويل، بريتانيا په افغانستان كې د ډيموكراټيك بهير د دوام او د حكومت د مشروعيت د تضمين په خاطر د رڼو او باوري ټاكنو د ترسره كېدو ملاتړ كوي.
بل پلو عبدالله هم تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د حكومت پر ژمنې او همدارنګه د رڼو او باوري ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار وكړ.
دا په داسې حال كې ده، چې د جمهوري رياست ټاكنو ډېرى كانديدان سولې ته رسېدل د دې ټاكنو له ترسره كېدو مهم بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA