ads

چین او روسیې د امنیت شورا د غونډې جوړېدو غوښتنه کړې ده

چین او روسیې له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د نن د امریکا د اوږد واټن ویشتونکي توغندي د ازمویلو په تړاو غونډه وکړي. دغو دواړو هېوادونو د ملګرو ملتونو د ۱۵ غړو د جلسې غوښتنه کړي، ترڅو د امریکا د وروستیو توغندي ازموینو په اړه اقدام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 زمری 1398
چین او روسیې د امنیت شورا د غونډې جوړېدو غوښتنه کړې ده
ملګري ملتونه

چین او روسیې له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د نن د امریکا د اوږد واټن ویشتونکي توغندي د ازمویلو په تړاو غونډه وکړي.
دغو دواړو هېوادونو د ملګرو ملتونو د ۱۵ غړو د جلسې غوښتنه کړي، ترڅو د امریکا د وروستیو توغندي ازموینو په اړه اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د دوشنبې په ورځ د یو ځمکني کرزو توغندي ازموینه وکړه، چې د ۵۰۰ کیلومټر په واټن یې خپل هدف ویشتلی دی.
دا د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو له تړون څخه تر وتلو وروسته د امریکا لومړۍ ازموینه ده.
د دغه تړون له مخې هېڅ هېواد حق نه لري چې دا ډول ازموینې وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر هم د امریکا د توغندي ازموینو په تړاو په غبرګون کې ویلي، چې امریکا د یاد توغندي په ازمویلو سره د وسلو د سیالۍ په هڅه کې ده، چې دغه کار به ناوړه پایلې ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA