ads

په هرات ولایت کې د انګورو او شاتو نندارتون پرانیستل شو

په هرات کې نن پنجشنبه د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسب د انګورو او عسلو نندارتون پرانیستل شو. د کرنې او مالدارۍ وزیر نصر احمد دراني هم په دغو مراسمو کې کډون کړی او د هرات پر کرنیزو محصولاتو یې خوښي څرګنده کړه. نوموړي زیاته کړه چې کرنیز محصولات په کورنیو او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 زمری 1398
په هرات ولایت کې د انګورو او شاتو نندارتون پرانیستل شو
په هرات کې د انګورو او شاتو نندارتون

په هرات کې نن پنجشنبه د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسب د انګورو او عسلو نندارتون پرانیستل شو.
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصر احمد دراني هم په دغو مراسمو کې کډون کړی او د هرات پر کرنیزو محصولاتو یې خوښي څرګنده کړه.
نوموړي زیاته کړه چې کرنیز محصولات په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې ښه مناسب بازار لري، خو په دې برخه کې هوایي الوتنو د کرنیزو محصولاتو په لېږد کې ستونزې جوړې کړې دي.
د هرات د کرنې ریاست رییس عبدالصبور رحماني بیا وویل چې په دغه نندارتون کې ۵۳ غرفې شتون لري، چې د هرات ولایت مختلف کرنیز توکي په ځانګړي ډول انګور او شات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات د کرنې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې پر اته زره هکتاره ځمکه باغونه جوړ شوي او په پام کې ده چې سږ کال له دغو باغونو ۱۳۵ مټریک ټنه انګور تر لاسه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA