د لوګر ولایت د رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان کمانډو ځواکونو تېره شپه د یاد ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو مشر په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په وژل شوو کې درې کسان د حقاني شبکې غړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو عملیاتو په پایله کې ۶ وسله وال طالبان ژوند نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په لوګر کې د افغان ځواکونو د عملیاتو له کبله وسله والې ډلې تېښتې ته اړې شوې دي.
لوګر د افغانستان هغه مرکزي ولایت دی چې وخت ناوخته پکې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختو جګړو راپورونه ورکول کېږي.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.