د پرکنده ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د دوو امریکایي سرتیرو د وژل کېدو خبر ورکوي.
دغه ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې یاد سرتیري تېره ورځ د یوې پېښې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د یاد ماموریت په اعلامیه کې د وژل شوو سرتیرو هویت نه دی په ډاګه شوی.
دا په داسې حال کې ده چې دوې اونۍ وړاندې هم د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د یو افغان سرتیري په برید کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي وو.
په دې سره په روان کال کې په افغانستان کې د وژل شوو امریکایي سرتیرو شمېر ۱۴ ته ورسېد.
امریکا دا مهال په افغانستان کې ۱۴زره سرتیري لري، چې یوازنۍ دنده یې د افغان ځواکونو روزل او سلا مشورې ورکول دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یادو امریکایي سرتیرو د وژل کېدو په اړه تبصره نه ده کړې.