ads

د سولې او ټاکنو ترسره کېدل دواړه شوني دي

جمهور رییس محمد اشرف غني د دارلمان مانۍ په پرانیست غونډه کې یو ځل بیا د سولې د راتګ او د ټاکنو ترسره کېدو په اړه ډاډ ورکړ. جمهور رییس غني تېره ورځ د خپلواکۍ د جشن په لمانځغونده او د دارلمان مانۍ د پرانیستلو پر مهال ډاډ څرګند کړ چې سوله راتلونکې ده او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 زمری 1398
د سولې او ټاکنو ترسره کېدل دواړه شوني دي
جمهور رییس غني

جمهور رییس محمد اشرف غني د دارلمان مانۍ په پرانیست غونډه کې یو ځل بیا د سولې د راتګ او د ټاکنو ترسره کېدو په اړه ډاډ ورکړ.
جمهور رییس غني تېره ورځ د خپلواکۍ د جشن په لمانځغونده او د دارلمان مانۍ د پرانیستلو پر مهال ډاډ څرګند کړ چې سوله راتلونکې ده او موږ د سولې لپاره کله اراده لرو، خو داسې سوله چې د ټول ملت غوښتنه، باعزته سوله او د جمهوریت تر چتر لاندې وي.
نوموړي پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغان ولس شاته نه ځي او نه غواړي چې یو ځل بیا تېرې تجربې تکرار شي.
ده په ورته وخت کې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون تخنیکي ګامونه وستایل او زیاته یې کړه چې دغه کمېسیون د ښو ټاکنو ترسره کېدو لپاره ګټور تخنیکي ګامونه پورته کړي دي.
ښاغلي غني، د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره جدي هڅې وکړي.
جمهور رییس غني پر داسې مهال د ټاکنو ترسره کېدو او د سولې د راتګ په اړه ډاډ ورکوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر او افغانستان ته د خپل تازه سفر په ترڅ کې ویلي، که طالبانو چمتو وي، امریکا د افغان سولې په اړه له دغې ډلې سره د سولې هوکړې ته چمتو ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA