په افغانستان کې پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، چې سوله يوه اوږد مهاله پروسه ده او په اوسنيو شرايطوکې بايد د جمهوري رياست ټاکنو ته لومړيتوب ورکړل شي.
په کابل کې پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د هېواد پر راتلونکي نامعلوم برخليک اندېښمن دي او ټيڼګار کوي، چې ټاکنې د افغانستان د نظام د بقا لپاره اړينې دي.
پر ټاکنو د څار بنسټونو په يوه ګډه غونډه کې د پنجشنبې په ورځ ټېنګار وکړ، چې د ټاکنو لپاره ټولې لازمې تابياوې نيول شوې دي او بايد ټاکنې ترسره شي.
د افغانستان پر ټاکنو د څار بنسټ اجرايوي مشر حبيب الله شينواري په دغه غونډه کې وويل، چې سوله او ټاکنې دواړه د افغانستان د خلکو غوښتنې دي؛ خو په اوسنيو شرايطو کې بايد ټاکنو ته لومړيتوب ورکړل شي.
ټاکنې او سوله، هغه دوه مهم او ملي موضوعات دي چې په دې وروستيوکې یې د افغانستان برخليک نامعلوم کړی دی.
د افغانستان د څار او رونټيا بنسټ “ايتوا” وياندې انيسې عاطف کليد ته وويل، ټاکنې بديل نه لري او هېڅ داسې نړيوال تضمين هم نشته چې د امريکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې به په واقعي مانا سوله ټېنګه کړي.
نوموړې وويل، له دې کبله اندېښنه لري چې وضعيت تر دې خرابه نه شي.
که انتخابات ترسره نه شي، که موږ يو نظام ځانته ونه لرو، که هغه سوله چې تراوسه افغانان پکې مستقيمه ونډه نه لري ترسره شي؛ نو څنګه کولی شو ووايو، چې په افغانستان کې زموږ د خوښې سوله ټېنګه شوې. يعنې اوسنی شرايط که ښه کيږي خو لاښه او که اوسنی شرايط تر دې نه ښه کېږي؛ لږ تر لږه خو همدا شرايط زموږ لپاره خوندي شي.
دا بنسټونه وايي، امريکا او نړېواله ټولنه بايد په افغانستان کې د واقعيتونو په رڼا کې پرېکړه وکړي او د افغانستان د نظام د پايښت لپاره ټاکنو ته لومړيتوب ورکړي.
په همدې حال کې د افغانستان جمهور رييس هم پر ټاکنو ټېنګار کوي او وايي، چې په ورستيوکې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی نيول شوی دی.
جمهور رييس غني د پنجشنبې په شپه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزې د جشن په مراسمو کې وويل، چې ټاکنې به حتما ترسره کيږي او سوله به راځي.
د يادونې وړ ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د روان کال د تلې په شپږمه نېټه د جمهوري رياست د ټاکنو لپاره پوره چمتوالی لري؛ خو امريکا او طالبان بيا هڅه کوي چې د جمهوري رياست تر ټاکنو مخکې د افغان سولې هوکړه لاسليک شي.


