ads

ترکیه او امریکا په سوریه کې د امن سیمو په رامنځته کېدو سلا شوي

د امریکا او ترکیې دفاع وزیرانو په لومړي پړاو کې په سوریه کې د امن سیمو په جوړېدو هوکړه کړې. د ترکیې دفاع وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر سره په سوریه کې د امن سیمو د رامنځته کېدو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 زمری 1398
ترکیه او امریکا په سوریه کې د امن سیمو په رامنځته کېدو سلا شوي
د ترکیې او امریکا دفاع وزیران

د امریکا او ترکیې دفاع وزیرانو په لومړي پړاو کې په سوریه کې د امن سیمو په جوړېدو هوکړه کړې.
د ترکیې دفاع وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر سره په سوریه کې د امن سیمو د رامنځته کېدو په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.
په دغه بیانیه کې راغلي، چې دواړو لورو د سوریې په شمال کې د امن سیمو په رامنځته کېدو هوکړه کړې ده.
د دواړو هېوادونو دفاع وزیرانو پرېکړه کړې چې په نېږدې وخت کې به دواړه لوري د دویم پړاو خبرو لپاره سره جرګه شي.
دا په داسې حال کې ده چې په سوریه کې د ترکیې له لوري د امن سیمو په رامنځته کېدو یو شمېر هېوادونو نیوکه کړې، خو ترکي او امریکایي چارواکو بیا ویلي چې په دغه کار سره به خلک په خوندي ځایونو کې وساتل شي.
په سوریه کې د بشا اسد د رژیم او وسله والو مخالفینو تر منځ په اته کلنه جګړه کې په زرګونه کسان وژل شوي او کابو ۷ میلیونه وګړي د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA