ads

په پکتیکا کې دولتي ډاکتران خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي

د دولتي روغتونونو ډاکټران په رسمي وخت کې په شخصي کتنځيو کې ناروغان معاینه کوي. د پکتیکا ولایت اوسیدونکي وايي د دغه ولایت د دولتي روغتونونو ډیری ډاکټران په رسمي وخت کې شخصي کلنیکونو ته ځي او هلته ناروغان معاینه کوي. دوی وايي، دغه کار خلکو ته ګڼي ستونزي پیدا کړي دي، هغوی مجبور دي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 زمری 1398
په پکتیکا کې دولتي ډاکتران خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي
د پکتیا ولایتي روغتون

د دولتي روغتونونو ډاکټران په رسمي وخت کې په شخصي کتنځيو کې ناروغان معاینه کوي.
د پکتیکا ولایت اوسیدونکي وايي د دغه ولایت د دولتي روغتونونو ډیری ډاکټران په رسمي وخت کې شخصي کلنیکونو ته ځي او هلته ناروغان معاینه کوي.
دوی وايي، دغه کار خلکو ته ګڼي ستونزي پیدا کړي دي، هغوی مجبور دي د دولتي روغتون پر ځای خپل ناروغان یادو ډاکټرانو ته شخصي کتنځیو ته ور وړې.
خو د پکتیکا د عامي روغتیا ریاست مسولین وايي، هېڅ یو ډاکټر چې په دولتي روغتون کې دنده ولري، حق نه لري چې په رسمي وخت کې شخصي کتنځي کې ناروغان وګوري.
فدامحمد صمیم یار وايي څو ځله يي لیدلي چې د ښرنې دولتي روغتون یو شمېر داکټران له رسمي دندي وځي او په شخصي کتنځیو کې ناروغان تداوي کوي.
دی وايي هر ډاکټر مکلف دی چې خپل کاري وخت په دولتي روغتون کې تېر کړي او ناروغان پرته له فیس څخه وګوري.
د یوسف خېل ولسوالۍ اوسیدونکي ثناوالله له کلید سره د خبرو پر مهال وویل، په روغتون کې دننه په زیات شمېر کې ناروغان موجود وي، خو ډاکټران د شخصي ګټې او فیس له کبله په رسمي وخت کې بهر ناروغان تداوي کوي.
دی وايي دا پېښي يي څو ځله په خپلو سترګو لیدلي، خو د دي کار د مخنیوي لپاره تر اوسه کوم چا څه نه دي کړي.
برکت الله نوري وايي د دغه ولایت د ډېری اوسېدونکو اقتصادي وضعیت خراب دی ، هغوی اړ دي چې خپل ناروغان ملکي روغتون ته راوړي او دلته ورته بي پیسو تداوي وشي.
خو هغه وايي کله چې دا خلک دولتي روغتونونو ته مراجعه کوي، ډېری ډاکټران له دندې وتلي وي، په شخصي کلنیکونو کې ناروغان معاینه کوي.
د نوموړي په وینا دا کار ډېر کله د دي لامل کېږې چې خلک پرته له دي چې ناروغان شخصي ډاکټر ته ور وړي، له درملنې پرته کور ته ځي.
د پکتیکا ولایت د عامي روغتیا ریًس ډاکټر عبدالهادي هاشمي کلید ته وویل، هېڅ کوم ډاکټر او بل روغتیا پال ته اجازه نه ورکوي چې په رسمي وخت کې د ملکی روغتون پر ځای په شخصي کلنیکونو کې ناروغانو تداوي او عملیات کړي.
دی وايي که په دې اړه څوک له اصولو سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د دولتي روغتونونو د ډېری ډاکټرانو پر وړاندي دا ډول شکایتونه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA