ټاكل شوې نن ماښام د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو سيالۍ دویمه لوبه ترسره شي.
د نن شپې په لوبه کې شاهین اسمایي د عقابان هندوکش پر وړاندې لوبه کوي.
د پچې اچونې له مخې د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي، چې په لومړي ګروپ کې طوفان هريرود، د ميوند اتلان، موج های امو او سيمرغ البرز لوبېږي او په دوهم ګروپ كې شاهين اسمايي، د اباسين څپې، د سپين غر بازان او عقابان هندوکش لوبې كوي.
په پام كې ده، چې د ياد غوره ليګ سږنۍ ټولې لوبې د شپې لخوا ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر ورځې لوبه طوفان هریرود لوبډلې ګټلې وه.