ads

چین پر ټایوان د امریکا د ایف ۱۶ الوتکو پر پلور نیوکه وکړه

راپورنه وایي، چین د امریکا هغه اقدام غندلی چې پر ټایوان ۶۶ اف ۱۶ جنګي الوتکې او د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت تجهیزات پلوري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې متحده ایالات پر ټایوان ۶۶ ایف ۱۶ الوتکې او د ۸ میلیارده ډالرو په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 زمری 1398
چین پر ټایوان د امریکا د ایف ۱۶ الوتکو پر پلور نیوکه وکړه
جیټ الوتکه

راپورنه وایي، چین د امریکا هغه اقدام غندلی چې پر ټایوان ۶۶ اف ۱۶ جنګي الوتکې او د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت تجهیزات پلوري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې متحده ایالات پر ټایوان ۶۶ ایف ۱۶ الوتکې او د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت تجهیزات پلوري.
دغه وزارت په یوه اعلامیه ویلي، چې پر ټایوان او نورو هېوادونو د نظامي وسایلو پلورل له نورو هېوادونو سره د امریکا د نظامۍ همکارۍ په هدف ترسره کېږي.
ترې دې وړاندې امریکا پر پاکستان د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ایف ۱۶ الوتکو د پلور خبر ورکړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA