ads

پکتیکاوال د جمهوري ریاست ټاکنو د رڼوالي په اړه اندېښنه لري

د پکتیکا اوسېدونکي او د سیاسي ګوندونو یو شمېرغړي وايي، راتلونکې جمهوري ریاست ټاکنې به له درغلیو ډکې وي . دوی وايي، تېرو تجربو ته په کتو داسې ښکاري چې دا ځل به هم په ټاکنو کې لاسوهنه کېږې او د خلکو رایو ته به ارزښت ور نه کړل شي. بل پلو د پکتیکا ولایت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 زمری 1398
پکتیکاوال د جمهوري ریاست ټاکنو د رڼوالي په اړه اندېښنه لري

د پکتیکا اوسېدونکي او د سیاسي ګوندونو یو شمېرغړي وايي، راتلونکې جمهوري ریاست ټاکنې به له درغلیو ډکې وي .
دوی وايي، تېرو تجربو ته په کتو داسې ښکاري چې دا ځل به هم په ټاکنو کې لاسوهنه کېږې او د خلکو رایو ته به ارزښت ور نه کړل شي.
بل پلو د پکتیکا ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسولین وايي، په مرکزي او ولایتي کچه د ټاکنو د شفافیت لپاره کلک هوډ شته دی او په خبره يي هېچا ته به اجازه ورنه کړي، تر څو په ټاکنو کې درغلي وکړي.
د سیاسي ګوندونو او نورو نهادونو مسولین او ځايي اوسېدونکي د پکتیکا ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د راتلونکو جمهوري ریاست ټاکنو د عامه پوهاوي په یوه غوڼده کې را ټول شوي او وايي ډېر امکان شته چې د جمهوري ریاست ټاکنې هم د پارلماني ټاکنو په څېر له درغلیو ډکي ترسره شي.
د مدنې ټولنو په استازیتوب عبدالروف ذهین وویل، تېرو پارلماني ټاکنو ته په کتو داسې ښکاري چې د ولسمشرۍ ټاکنې به هم رڼې ترسره نه شي.
هغه وايي، اوس د پخوا په پرتله پر ټاکنو د خلک باور کم شوی او دوی پوهېږي چې د ولس رايو ته درناوی نه کېږې.
د اسلامي حزب د پکتیکا ولايتي دفتر مسول محمد یار شهید کلید ته وویل، ولس په دې باوري دی چې په ټاکنو کې به د یو مشخص نوماند په ملاتړ کار کېږې.
دی وايي په دولتي چارواکو سربېره ، وکیلان او نور با نفوذه کسان به دا ځل د امکان تر حده په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
محمد خان کټوازی بیا په دې نظر دی، چې د درغلیو په مخنیوي کې عام ولس هم مسولیت لري او په وینا يي، دوی باید هڅه وکړي، تر څو د ټاکنو شفافیت ته زمینه برابره کړي.
د پکتیکا ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرپرست بلال شهباز بیا وايي، مرکزي کمېسیون د هېواد په کچه او ولایتي دفترونه په ولایتي سطحه دې ته ژمن دي چې ټاکنې پرته له درغلیو په خورا شفاف ډول ترسره شي.
دی وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون په تخنیکي برخه ډير کار کړی او په خبره يي ټول هېوادوال به دا ځل د جمهموري ریاست ټاکنو له شفافیت څخه خوښ وي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندي د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره ځینو نوماندانو، پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونو، د بېلابېلو سیاسی ګوندونو استازو او نورو هېوادوالو هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د شفافیت په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA