د پاکستاني او هندي ځواکونو تر منځ په کشمیر کې د نښتې په پایله کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان پوځ ویلي چې هندي ځواکونو پر پاکستانیو ځواکونو ډزې کړې، چې وروسته د دواړو خواو تر منځ د نښتې په پایله کې درې ملکي وګړي او ۶ هندي سرتیري وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ هم د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ پر کنټرول کرښه نښته وشوه، چې په پایله کې یې درې ملکي کسان ووژل شول.
د پاکستان او هند تر منځ تازه نښتې پر داسې مهال کېږي، چې د امریکا جمهور رییس دواړه هېوادونه د شخړو کمولو ته بللي دي.
د امریکا جمهور رییس تېره ورځ د پاکستان او هند له لومړیو وزیرانو سره په ټلیفوني خبرو کې د سوداګرۍ، ستراتیژيکې ملګرتیا او د کشمیر د مسلې پر سر خبرې وکړې او دواړه مشران یې د شخړو کمولو ته وهڅول.


