د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د نهم پړاو مذاکراتو لپاره قطر او افغانستان ته سفر پیل کړی دی.
په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره امريکايي لوری او طالبان په اتم پړاو مذاکراتو کې يوې هوکړې ته نږدې شوي وو؛ خو دا خبرې بېرته نهم پړاو ته وځنډېدې.
د افغان سولې پر وړاندې د زلمی خليلزاد نهم پړاو مذاکرات تر مخکنيو سفرونو متفاوت په ګوته شوي دي او تمه ده له همدې خبرو سره به د افغان سولې اصلي اړخ معلومه شي.
که څه هم په ښکاره د امريکا او طالبانو ترمنځ د ځينو پرمختګونو خبرې کېږي؛ خو د دونالډ ټرامپ هغه څرګندونې چې په افغانستان کې به خپل يو شمېر ځواکونه خوندي وساتي، د اختلافاتو ژورې ټکي ښکاره کوي.
د طالبانو د پخواني رژيم غړي سيداکبر آغا کليد ته وويل، چې طالبان به هېڅکله د امريکايي پوځيانو په شتون کې د سولې کومه هوکړه لاسليک نه کړي.
د نوموړي په وينا، طالبان به په نهم پړاو خبروکې له امريکايي لوري څخه پوښتنه وکړي، چې ولې يې خپله ژمنه بېرته اخېستې ده.
د افغانستان په حکومت کې هم د سولې او ټاکنو ترمنځ ژور اختلافات لېدل کېږي.
د جمهوري ریاست کاندید او د ملي یووالي حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په يوې غونډه کې وويل، چې د سولې پر وړاندې بايد خنډ جوړ نه کړو.
نوموړي ځینو سیاستوالو ته په اشارې وویل چې هېڅوک باید د سولې راتګ په لاره کې خنډونه جوړ نه کړي. د ښاغلي عبدالله د خبرو اشاره جمهور رییس غني ته وه، چې په وینا یې جمهور رییس غني د سولې راتګ لپاره کلکه اراده نه لري.
خو د جمهوري رياست مرستیالې ویاندې درانۍ وزيري له کليد سره په خبروکې د داکټر عبدالله خبرې غير مسوولانه وبللې او زياته يې کړه، چې د سولې په برخه کې د جمهور رييس غني پر اراده بايد شک ونه کړو.
که څه هم طالبان او امريکايي لوری د افغانستان په جګړه کې دوه متقابل اړخونه په ګوته کېږي او د دوی ترمنځ تفاهم د بين الافغاني مذاکراتو لپاره لاره پرانيستلی شي؛ خو د چارو د شنونکو په وينا د افغانستان د سولې په برخه کې د سيمې په کچه لاسوهنې کېږي.
د سولې او پراختيا سازمان مشر زمان ګل دهاتي کليد ته وويل، چې د افغانستان د پخواني جمهور رييس حامد کرزي په محوريت ايران او روسيه چټکه هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهير سبوتاژ کړي.
د يادونې وړ ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه قطر او افغانستان ته له طالبانو سره د نهم پړاو مذاکراتو لپاره سفر پیل کړی او زیاته کړې یې ده چې که طالبان د سولې هوکړې ته چمتو وي، موږ تیار یو چې له دغې ډلې سره هوکړه وکړو.
.


