د شمالي کوریا په چارو کې د امریکا ځانګړی ستازی تازه څرګندوي چې امریکا له شمالي کوریا سره د خبرو بیا پیلولو لپاره بشپړ چمتوالی لري.
نوموړي نن د جنوبي کوریا له چارواکو سره په کتنه کې څرګنده کړې چې واشنګټن له دغه هېواد سره د اټومي وسلو پاکولو لپاره د خبرو بیا پیلېدو ته پوره تابیا نیولې ده.
امریکا پر داسې مهال له شمالي کوریا سره د خبرو بیا پیلېدو خبر ورکوي چې دغه هېواد تېره ورځ د یو ځمکني کروز توغندي ازموینه په بریاليتوب ترسره کړه.
بلخوا، شمالي کوریا هم په دې وروستیو کې د نوو توغندیو ازموینو ته زور ورکړی او د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ یې پر ګډو نظامي تمرینونو اندېښنه ښودلې ده.


