ads

په سعودي عربستان کې ۱۵ افغان حاجیان په خپل مرګ مړه شوي

په سعودي عربستان کې ۱۵ افغان حاجیان په خپل مرګ مړه شوي دي. د افغانستان د حج اوقافو وزارت وايي، سږکال سعودي عربستان ته د ورغلو حاجيانو څخه ۱۵ افغان حاجيانو په خپل مرګ مړه شوي او يو تن يې په ټرافيکي پېښه کې وژل شوی دی. د حج اوقافو وزارت وياند احمدولي سرحدي کليد […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 زمری 1398
په سعودي عربستان کې ۱۵ افغان حاجیان په خپل مرګ مړه شوي
افغان حاجیان

په سعودي عربستان کې ۱۵ افغان حاجیان په خپل مرګ مړه شوي دي.
د افغانستان د حج اوقافو وزارت وايي، سږکال سعودي عربستان ته د ورغلو حاجيانو څخه ۱۵ افغان حاجيانو په خپل مرګ مړه شوي او يو تن يې په ټرافيکي پېښه کې وژل شوی دی.
د حج اوقافو وزارت وياند احمدولي سرحدي کليد ته وويل، له سعودي عربستان څخه د حاجيانو د بيا راستنېدو بهير د شنبې له ورځې پيل شوی، چې تر اوسه شاوخوا ۱۲۰۰ حاجيان افغانستان ته راستانه شوي دي.
نوموړي وويل، که څه هم د حاجيانو لپاره ځانګړي تدابير نيول شوي وو؛ خو له دې سره سره ۱۵ افغان حاجيانو په طبعي ډول خپل ژوند لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې له سعودي عربستان څخه راغلي حاجيانو بيا د حج مراسمو لپاره پر نيول شوو تدابيرو خوښي څرګندوي او وايي له کوم ستونزې سره مخ شوي نه دي.
له سعودي عربستان څخه راستون شوی حاجي قاري محمود کليد ته وويل، چې د حاجيانو لپاره لازم تدابير نيول شوي وو او دوی د حج مراسم په ښه ډول ترسره کړي دي.
همدرانګه په کابل کې د راستنېدونکو حاجيانو تمځي کې د حجاجو خپلوانو هم کليد ته وويل، چې سعودي ته ورغلي حاجيان له کوم جدي خنډ سره نه دي مخ شوي.
د حج اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه له سعودي عربستان څخه په څلورو پروازونوکې شاوخوا ۱۲۰۰ افغان حاجيان راستانه شوي دي او د ټاکل شوي مهال وېش له مخې هره ورځ حاجيان خپل هېواد ته راستانېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA