د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت نن كليد ته وويل، ياد کس په بدخشان کې د طالبانو ليکو ته د جلب او جذب مسووليت پر غاړه درلود او غوښتل يې کابل ته لاړ شي، چې د بغلان د امنيه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مديريت د پوليسو لخوا ونيول شو.
هغه زياته كړه، د نيول شوي كس دوسيه تر څېړنې لاندې ده.
د يو بل خبر له مخې، د كورنيو چارو وزارت وايي، د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې دوه تنه له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيولي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه كې راغلي، چې له دغو كسانو يو عراده موټر سايكل هم ترلاسه شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.