شمالي کوريا يو ځل بيا له امريکا سره د ګډو پوځي تمرينونو له کبله جنوبي کوريا ته ګواښ وکړ او زياته يې کړه، چې دا هېواد به د خپلو ناوړو اقدامونو پايله وويني.
په شمالي کوريا کې د حاکم ګوند ورځپاڼې نن په يوه مطلب کې ليکلي، چې جنوبي کوريا او امريکا دواړه د پيونګيانګ په وړاندې دښمن ته ورته تمرينونه کوي.
شمالي کوريا په ښکاره اعتراض کې د جنوبي کوريا او امريکا ترمنځ د ګډو پوځي تمرينونو په دوام، چې ټاكل شوې نن پاى ته ورسېږي، خپلو توغندويي ازموينو ته دوام ورکړى دى.
جنويي کوريا ويلي، دغه تمرينونه يې د كوم هېواد په زيان نه دي، خو پيونګيانګ بيا دا تمرينونه تېرى کوونکي بللي دي.


