د فرانسې او روسيې جمهور رئيسانو ايمانوېل مكرون او ولاديمير پوتين د مذاكراتو لپاره د هڅو په اړه خبرې وكړې، ترڅو وتوانېږي، چې د اوكراين په ختيځ كې د دغه هېواد د حكومتي ځواكونو او روس پلوه بېلتون غوښتونكو ترمنځ كړكېچ پاى ته ورسوي.
مكرون تېره ورځ په پاريس كې د پوتين كوربه و.
د راپورونو پر بنسټ، دواړو مشرانو په خپلو پرونيو خبرو كې د سوريې د جګړې، د ليبيا د حالت، د ايران د اټومي هوكړې او د اوكراين په ختيځ كې د جګړې د ختمېدو په تړاو د يوې څلور اړخيزې غونډې پر طرحې بحث وكړ.
تر دې وړاندې د فرانسې جمهور رئيس يوې خبري غونډې ته وويل، هيله من دى، چې له خپل روسي سيال سره يې خبرې د څلورو هېوادونو د جمهور رئيسانو د غونډې جوړېدو ته زمينه برابره كړي.
د مكرون په وينا، دا د سولې د ټينګښت لپاره يو رښتينى فرصت دى.


