د سوريې د بشري حقونو بنسټ خبر ورکړى، چې د دغه هېواد د پوځ او ترهګرو ترمنځ په جګړه کې د سوريې د حکومت ۴۰ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
دې بنسټ اعلان کړى، چې هلته د تېرو ۲۴ ساعتونو په نښتو کې په ترکيې پورې د تړلې وسله والې ډلې يو قوماندان هم وژل شوى دى.
د سوريې د بشري حقونو بنسټ د ياد هېواد د خان شيخون ښار شمال او لوېديځ ته د سوريې د پوځ د تګ خبر هم ورکړى دى.
تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول، چې روسيې په سوريه کې د ترکيې پوځي کاروان بمبار کړ.
سوريه او روسيه تور لګوي، چې دغه پوځي کاروان د بشارالاسد مخالفينو ته وسلې لېږدولې.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوريې په اته کلنه جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او شاوخو اووه ميليونه وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.


