ads

جمهوري ریاست: بهرني ځواکونه به د افغانستا امنیتي حالت ته په کتو د وتلو پرېکړه کوي

جمهوري ریاست وروسته له هغه دغه څرګندونې کوي، چې پرون د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۴زره څخه راکم کړي، خو په دغه هېواد کې به یو پیاوړی استخباراتي ځواک پرېږدي. نوموړي زیاته کړې په افغانستان کې د امریکا د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 زمری 1398
جمهوري ریاست: بهرني ځواکونه به د افغانستا امنیتي حالت ته په کتو د وتلو پرېکړه کوي
بهرني ځواکونه

جمهوري ریاست وروسته له هغه دغه څرګندونې کوي، چې پرون د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۴زره څخه راکم کړي، خو په دغه هېواد کې به یو پیاوړی استخباراتي ځواک پرېږدي.
نوموړي زیاته کړې په افغانستان کې د امریکا د شتون دلیل د تروریستانو په ځاله د دغه هېواد نه بدلېدل دي.
جمهوري ریاست بیا د امریکا د جمهور رییس خبرې ټولیزې بولي او زیاتوي چې د امریکا لوړپوړو چارواکو ویلي، ترڅو چې د افغانستان امنیتي حالت سم نه شي، دوی به دغه هېواد یوازې پرې نه ږدي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیاله ویانده درانۍ وزیري وایي، دا یوه روښانه خبره ده چې بهرني ځواکونه به د ټول عمر لپاره په افغانستان کې نه وي.
د نوموړې په خبره، ترڅو چې په افغانستان کې امنیتي حالت ښه نه شي، د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتیا شته ده.
کلیپ
له دغو څرګندونو سره پر یو وخت، وېره دا ده چې د بهرنیو ځواکونو وتل به د امریکا او افغانستان تر منځ پر امنیتي تړون ناوړه اغېز وکړي، خو یو شمېر افغان سیاستوال بیا وایي، د بهرنیو ځواکونو وتل پر یادې هوکړې هېڅ اغېز نه شي کولی.
د نړیوالو او سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم وایي، د امریکا او افغانستان تر منځ په امنیتي تړون کې راغلي، که کوم لوری له دغې هوکړې د وتلو هوډ لري، نو دوه کاله وړاندې باید یو بل ته خبرداری ورکړي.
ښاغلی خادم زیاتوي چې که د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه کېږي، بیا نو د امریکا او افغانستان تر منځ امنتیي تړون لغوه کېږي.
کلیپ

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکی خالد سادات بیا د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون یوه ګډه هوکړه بولي او زیاتوي که کوم لوری له دغه تړون څخه وځي، نو باید د یاد هېواد روان امنیتي حالت په پام کې ونیسي.
کلیپ
خالد سادات زیاتوي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له څرګندونو داسې ښکاري چې افغانستان یوې بلې خونړۍ جګړې ته تلوونکی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پرونیو څرګندونو کې زیاته کړې، په افغانستان کې به د لږ پوځي ځواک په پاتې کیدو سره حالت تر خپل کنټرول لاندې راولي.
امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴زره سرتیري لري، چې د ماموریت عمده برخه یې د افغان سرتېرو ملاتړ، سلا مشورې او روزنه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA