جلال اباد ښاریان د تېرې ورځې د چاودنو ترشا د مافیایي کړیو لاس بولي.
خلک په امنیتي مسولینو هم نیوکه کوي او وایي ولې له دومره کلکو امنیتي تدابیرو سره بیا هم په ښار کې بمي چاودنې وشوې.
دوی له حکومته د هغو امنیتي منسوبنیو له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه هم کوي چې تېره ورځ یې په خپله دنده کې ناغیړي کړې.
امنیتي چارواکي هم مني چې پرونۍ چاودنې مافیایي کړیو کړې، خو په ښکاره یې د دغو مافیایي کړیو نومونه وانه خیستل.
ښاریان وایي، سره له دې امنیتي مسولینو ورته د خپلواکۍ ورځې د ښې نمانځنې په هدف د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی و، خو بیا هم په دې ورځ په ښار او ولسوالیو کې شاوخوا پنځلس چاودنې وشوې، چې له کبله یې لسګونه ملکي وګړي ټپیان شول.
جلال اباد میشتي د امنیت په ټینګښت کې ولایتي او نور مسول چارواکي پاتې بولي او نیوکه کوي چې ولې له دومره کلکو امنیتي تدابیرو سره په ښار کې بمي چاودنې وشې؟
ښاریان له حکومت د هغو امنیتي منسوبینو د ګوښه کېدو غوښتنه هم کوي، چې پرون یې په خپله دنده کې ناغړي کړې.
دوی د پرونۍ ورځې د چاودنو مسولیت په مافیایي کړیو اچوي، خو له حکومت یې غوښتنه دا ده چې د دې ډلو پر وړندې دې جدي اقدامات وکړي.
بل لور ته د نظر خاوند صدیق الله وطن دوست په دې اند دي، که حکومت په ښار او ولسوالیو کې مافیایي کړۍ له منځه یو نه سي او د ښار امنیتي چارې ځانګړو ځواکونو ته و نه سپاري، ښایي امنیت له دې نور هم خراب شي.
په ورته مهال د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل وایي، په جلال اباد ښار کې د پرونیو چاودنو ترشا د مافیایي کړیو لاس دی، خو په ښکاره یې د دغو کړیو نومونه وانه خیستل، خو وایي د ګاونډیو هېوادونو له لوري یې ملاتړ کېږي.
اتل همداراز زیاته کړه هغه امنیتي منسوبین به هم له دندو ګوښه کړي، چې پرون یې په خپلو دندو کې ناغیړي کړې.
تېره ورځ د اسد ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمې کلېزې د نمانځلو پر مهال په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵ ماین چاودنو لسګونه ملکي وګړي ټپیان کړل، خو تراوسه د یادو پېښو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


