ads

د افغان ځوانانو د كركټ لوبډلې د خپلواکۍ جام لوبه وګټله

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ۱۰۰مې کليزې په وياړ نن د كابل په نړيوال لوبغالي كې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو د كركټ لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ جام ۲۰ اوريزه لوبه ترسره شوه، چې د افغان ځوانانو لوبډلې وګټله. د لوبې پچه د افغان ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر ګلبدين نايب وګټله او […]

نویسنده: hewadpal
28 زمری 1398
د افغان ځوانانو د كركټ لوبډلې د خپلواکۍ جام لوبه وګټله

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ۱۰۰مې کليزې په وياړ نن د كابل په نړيوال لوبغالي كې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو د كركټ لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ جام ۲۰ اوريزه لوبه ترسره شوه، چې د افغان ځوانانو لوبډلې وګټله.
د لوبې پچه د افغان ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر ګلبدين نايب وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
د افغان ځوانانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې، خو د ۱۸۰ منډو هدف په تعقيب کې د افغان اتلانو ټوله لوبډله په ۱۳۹ منډو وسوځېده او افغان ځوانانو په ۴۰ منډو بريا خپله کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلبدين نايب ته، چې ۵۴ منډې يې وكړې او يو لوبغاړى يې وسوځاوه، وركړل شوه.
د سټايلش لوبغاړي جايزه بيا حميد حسن ترلاسه کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA