ads

جمهور رئيس غني: له طالبانو سره بايد د يوې ډلې په توګه چلند وشي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره بايد د يوې ډلې په توګه چلند وشي او بايد ورته د مشروع دولت په سترګه ونه كتل شي. نوموړي دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د افغانستان او پاکستان لپاره د چين له ځانګړي استازي دينګ شيجون سره د ليدنې په مهال وكړه. د […]

نویسنده: hewadpal
28 زمری 1398
جمهور رئيس غني: له طالبانو سره بايد د يوې ډلې په توګه چلند وشي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره بايد د يوې ډلې په توګه چلند وشي او بايد ورته د مشروع دولت په سترګه ونه كتل شي.
نوموړي دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د افغانستان او پاکستان لپاره د چين له ځانګړي استازي دينګ شيجون سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، طالبان پر هېڅ ولايت او د افغانستان پر نفوس کنټرول نه لري او د هغوى دا ادعا، چې د افغانستان پر څو فيصده خاورې حاکميت لري، له حقيقته لرې ده.
دى د طالبانو ترهګريز بريدونه د سولې بهير په وړاندې ستر خنډ بولي او زياتوي، چې هغوى اوس هم د ملكي وګړو وژنې ته دوام وركوي.
د جمهور رئيس غني په خبره، پاكستان تراوسه په افغانستان كې د تاوتريخوالي كمولو او د سولې په بهير كې د همكارۍ لپاره جدي اقدام نه دى كړى او له طالبانو يې ملاتړ لا هم دوام لري.
بلخوا شيجون په دې ليدنه كې وويل، چين هيله من دى، چې طالبان د افغانانو غوښتنه ومني، د افغانستان له حکومت سره مذاکره او اوربند وکړي او سياسي ژوند ته داخل شي.
هغه زياته كړه، هېواد يې د افغانستان او پاکستان د نېږدې اړيکو د ټينګښت غوښتونکى او چمتو دى، چې د دغو هېوادونو د اړيکو په ښه والي کې مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA