ads

جمهور رئيس غني د عامو خلكو د ډلوژنې پر غچ اخيستنې ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د هېواد د خپلواكۍ ۱۰۰مه كليزه نن سهار په ملي دفاع وزارت كې د خپلواکۍ پر څلي د ګلونو ګېډۍ په اېښودو سره ونمانځله. هغه وروسته په دارالامان ماڼۍ كې د وينا په مهال وويل، ټاكل شوې وه دغه ورځ په دې ماڼۍ كې په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شي، […]

نویسنده: hewadpal
28 زمری 1398
جمهور رئيس غني د عامو خلكو د ډلوژنې پر غچ اخيستنې ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د هېواد د خپلواكۍ ۱۰۰مه كليزه نن سهار په ملي دفاع وزارت كې د خپلواکۍ پر څلي د ګلونو ګېډۍ په اېښودو سره ونمانځله.
هغه وروسته په دارالامان ماڼۍ كې د وينا په مهال وويل، ټاكل شوې وه دغه ورځ په دې ماڼۍ كې په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شي، خو په كابل ښار كې د واده پر مراسمو د وړمې شپې د ځانمرګي بريد قربانيانو ته د درناوي په خاطر يې دا پروګرام وځنډاوه.
ده ټينګار وكړ، چې د عامو خلكو د ډلوژنې او د بې ګناه افغانانو د وينې د هر څاڅكي غچ به واخيستل شي.
جمهور رئيس غني وايي، په هېواد كې د داعشيانو د افشاګرۍ ملي بهير بايد پيل شي او په دغه بهير كې د امنيتي او كشفي ارګانونو غفلت د منلو وړ نه دى.
نوموړي د ډيورنډ فرضي كرښې د هاغې غاړې له قومونو وغوښتل، چې په سيمه کې د تاوتريخوالي د توليد او روزنې مرکزونه په نښه او نړيوالو ته يې افشا کړي.
نن له بريتانيا د شاه امان الله خان له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستو ۱۰۰ کلونه پوره شول او د خپلواكۍ ۱۰۰مه كليزه په هېواد كې په شاندارو مراسمو سره نمانځل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA