ads

له ننګرهاره پاکستان ته ۱۰ زره ټنه شوکاڼي او د ډبرو سکاره صادر شول

د ننګرهار ګمرک له لوري زرګونه ټنه شوکاڼي او د ډبرو سکاره پاکستان ته صادر شول. د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل وايي، دا صادرات يې د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کليزې په مناسبت له ياد هېواد سره د ښه نيت ښودلو په خاطر وكړل. د ده په وينا، صادر شوي شوکاڼي او […]

نویسنده: hewadpal
28 زمری 1398
له ننګرهاره پاکستان ته ۱۰ زره ټنه شوکاڼي او د ډبرو سکاره صادر شول

د ننګرهار ګمرک له لوري زرګونه ټنه شوکاڼي او د ډبرو سکاره پاکستان ته صادر شول.
د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل وايي، دا صادرات يې د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کليزې په مناسبت له ياد هېواد سره د ښه نيت ښودلو په خاطر وكړل.
د ده په وينا، صادر شوي شوکاڼي او د ډبرو سکاره ۱۰ زره ټنه دي.
سوداګر وايي، د دې توکو په صادرولو سره به يې له يوې خوا په ګټه کې زياتوالى راشي او له بلې خوا به يې له پاكستان سره سوداګريزې اړيکې پياوړې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې اسلام اباد ته د جمهور رئيس محمد اشرف غني د سفر په مهال د پاكستان لومړي وزير عمران خان له نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا غوښتنه او افغان جمهور رئيس ورسره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا ژمنه کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA