ads

په پکتیکا کې څلور کسان له وسله والو سره د همکارۍ او یو تن د غلا په تور نیول شوي

پکتیکا امنیه قومندانۍ څلور نفره له وسلوالو سره د همکاري او یو تن د غلا په تور نیولي د پکتیکا ولایت امنیه قومندانۍ وايي څلور تنه يي له وسلوالو طالبانو سره د همکاري او یو بل کس يي له یو عراده موټرسایکل سره یو ځای د غلا په تور نیولي دي. هغه وايي د یوې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 زمری 1398
په پکتیکا کې څلور کسان له وسله والو سره د همکارۍ او یو تن د غلا په تور نیول شوي
د غلا په تور او له وسله والو سره په تړاو نیول شوي کسان

پکتیکا امنیه قومندانۍ څلور نفره له وسلوالو سره د همکاري او یو تن د غلا په تور نیولي
د پکتیکا ولایت امنیه قومندانۍ وايي څلور تنه يي له وسلوالو طالبانو سره د همکاري او یو بل کس يي له یو عراده موټرسایکل سره یو ځای د غلا په تور نیولي دي.
هغه وايي د یوې اونۍ په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو له لوري ۴ تنه، چې له وسلوالو طالبانو سره تړاو لري او یو بل يي بیا د غلا په تور نیول شوي دي.
د سرچینې په خبره یاد کسان يي د اختر په شپو ورځو کې د مرکز په ګډون په ځينو ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال نیولي دي.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ داسي مهال دا کسان نیولي چې تر لوی اختر یوه ورځ وړاندې يي د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو او د نا امنۍ پیښو د مخنیوي خبر ورکړی وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA