په هلمند کي د ۳ ملیونه او ۷ لکه امریکایې ډالرو په لګښت ۵۰ بستریزغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ملکه ثریا په نوم دغه پنځوس بستریزه نسایې ولادي روغتون په مرکز لښکرګاه ښار کې د مور او ماشوم د مړینې د کچي د کموالي په هدف د ۳ ملیونه او ۷ لکه امریکایې ډالرو په لګښت د عامي روغتیا وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی.
ځایې چارواکي تمه لري، هغه ستونزې چي مور او ماشوم به د زیږون پرمهال درلودې، د دغه ځانګړي روغتون په واسطه تر یوې کچې حل شي.
دغه روغتون دمګړی ۱۵۰ تنه پرسونل او ۵۰ بستره لري، خو د روغتیایې مسولینو په وینا د یادو ۵۰ بسترونو څخه به تر ۱۵۰ بسترونو پوري کار واخیستل شي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر عبدالحد حازم وایې، د دغه روغتون شتون به د میندو د مړینې هغه کچه راکمه کړي چې د ماشومانو د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
همدغه راز بیا د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان او د ولایتي شورا ریس عطالله افغان د دغه پنځوس بستریز روغتون د ګټي اخستني پرمهال له روغتیا پالانو غوښتنه وکړه چي د وطنپالنې لپاره په رښتني ډول خپلو ولسونو ته خدمت وکړي .
هلمند د هېواد هغه ولایت بلل کېږي چې د نورو ستونزو تر څنګ له روغتیایي امکاناتو هم تر ډېره بریده بې برخې دي او میندې وخت نا وخته د ماشومانو د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ