ads

په ننګرهار کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لمانځلو د ښار بڼه بشپړه بدله کړې

جلال اباد ښآر کې هرکال د خپلواکۍ ورځ بیل رنګ لري. خو سږ کال تر پخوا ډېر چمتوالی ورته نیول شوی هرې خوا ته ملي بیرغ او د خپلواکۍ تر لاسه کوونکي شا غازي امان الله خان انځورونه تر سترګو کېږي. دا چمتوالی تر بل هر ولایته په ننګرهار کې ګرمه وي، ځکه د خپلواکۍ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 زمری 1398
په ننګرهار کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لمانځلو د ښار بڼه بشپړه بدله کړې
په ننګرهار کې د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو لمانځل

جلال اباد ښآر کې هرکال د خپلواکۍ ورځ بیل رنګ لري.
خو سږ کال تر پخوا ډېر چمتوالی ورته نیول شوی هرې خوا ته ملي بیرغ او د خپلواکۍ تر لاسه کوونکي شا غازي امان الله خان انځورونه تر سترګو کېږي.
دا چمتوالی تر بل هر ولایته په ننګرهار کې ګرمه وي، ځکه د خپلواکۍ د اتل مزار دلته دی.
د ښارپر واټونو او دېوالونو د بیرغونو ځړول، نقاشي، ملي بیرغ ته ورته د ونو رنګول، د څراغونو نښلول د ښار په بېلابېلو څلور لارو کې د خپلواکۍ شعارونو د ښار بڼه بشپړه بدله کړې.
دغه ورځ ځوانان له راتګ وړاندې په اتڼونو نمانځي، ځکه دوی وایي له ویاړه دا ډکه ورځ ورته ډیره خوښي بخي.
د دې ورځې راتګ ته د بیرغ پلورونکو هیلې هم ډيرې وي، ځکه د بیرغ د پېر او پلور بازار ګرم وي.
بیرغ پلورونکي وایي په ښاریانو کې هېوادنۍ مینه دومره په ولولو ده چې سږکال یې تر پخوا بازار ډېر ښه شوی.
داسې ورځو ته بیا ښاریان له امینتي اړخه اندېښمن وي.
ښاریان وایي مسولین باید د دې ورځې کلک امنیتي تدابیر ونیسي، ترڅو خلک وکولای شي په ارامه فضا کې دا ورځ ولمانځي.
خو امنیتي چارواکي بیا دې ورځې ته د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبره کوي.
د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل کلید ته وویل، دې ورځې ته یې په ښار او او ولسوالیو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو سلمې کلیزې ته پر ننګرهار سربېره په کونړ نورستان لغمان کې هم پراخ تدابیر نیول شوي او خلک یې په شاندارو مراسمو د نمانځلو خبر ورکوي.
د هیواد خپلواکي له نن نه سل کاله وړاندې شاه غازي امان الله خان له انګریزې ښکلیلاک څخه د اسد یا زمري د میاشتې په ۲۸ ترلاسه کړه، چې اوس هر کال افغانان دغه ورځ په حکومتي او ولسي کچه په مرکز کابل او ولایتو کې په شاندارو مراسمو نمانځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA