ads

په ارزګان کې ځینې ځایونه د غازي امان الله خان په نوم شول

د خپلواکۍ د سلمې کليزي په وياړ يو شمېر سيمي د غازې امان الله خان په نامه نومول شوي. د خپلواکۍ د سلمې کليزي په وياړ په ارزګان ولايت کي يو تفريحي پارک، ښوونځی او يو مسجد د غازي امان الله خان په نوم مونول شوي دي. مسولين وايي يادې سيمې يې د هېواد د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 زمری 1398
په ارزګان کې ځینې ځایونه د غازي امان الله خان په نوم شول
ارزګان کې د خپلواکۍ لمانځل

د خپلواکۍ د سلمې کليزي په وياړ يو شمېر سيمي د غازې امان الله خان په نامه نومول شوي.
د خپلواکۍ د سلمې کليزي په وياړ په ارزګان ولايت کي يو تفريحي پارک، ښوونځی او يو مسجد د غازي امان الله خان په نوم مونول شوي دي.
مسولين وايي يادې سيمې يې د هېواد د خپلواکۍ د بیرته اخيستلو په وياړ د غازي اما ن الله خان په نوم نومولې دي.
د دغه ولايت والي محمد شفيق اسدالله سعيد په يادو مراسمو کې د خبرو پرمهال د غازي اما ن الله خان د کارنامو د يادونې ترڅنګ له خلګو غوښتنه وکړه چې د هېواد د پرمختګ لپاره دې د غازي امان الله خان لاره وڅاري.
په جوړه شوې غونډه کې د هېواد د خپلواکۍ د بیرته اخيستلو د سلمې کليزې په وياړ د پوهنې رياست د ترانې ګروپ له لوري د ازادۍ اخيستلو اړوند ترانې هم وويل شوې.
په يادو مراسيمو کې د دغه ولايت امنيه قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري له خلګو غوښتنه وکړه چې د هېواد د پرمختګ لپاره دې د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونې زمينه برابره کړي، ترڅو هېواد مو له روانو ناخوالو څخه وژغورل شي.
د هېواد د خپلواکۍ سلمه کليزه، چې له اسد مياشتي د ۲۸ نېټې سره برابره ده، د لمانځلو لپاره يې په ګڼو ولايتونو کې د افغانان لخوا چمتوالي نيول شوي دي.
د نورو کلونو په پرتله داځل ځکه د هېواد د خپلواکۍ د بیرته اخيستلو لپاره په کور دننه او بهر ډېر چمتوالی نيول شوي، چې د افغانستان د ازادۍ ترلاسه کولو سل کاله پوره کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA