د افغانستان د معلولينو د کرکټ ملي لوبډله، چې د معلولينو په نړيواليو سياليو كې د ګډون په هدف انګلستان ته تللې وه، نن سهار هېواد ته راستنه شوه.
افغان لوبډلې په يادو سياليو كې په پرله پسې توګه د انګلستان، پاکستان او بنګله دېش لوبډلو ته ماتې ورکړې او نيمه پايلوبې ته يې لار ومونده، خو په نيمه پايلوبه کې يې د انګلستان له لوبډلې ماتې وخوړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو اتلولي د هند د معلولينو د كركټ ملي لوبډلې وګټله.