په سوډان كې د څو مياشتني تاوتريخوالي د پاى ته رسولو په هدف پر دغه هېواد د واکمنې پوځي شورا او د هغې د مخالفو سياسي ډلو ترمنځ پرون په پايتخت خرطوم كې د واك د وېش هوكړه ليك لاسليك شو.
د ياد هوكړه ليك له مخې به يوه خپلواکه شورا، چې شپږ ملکي چارواکي او پنځه جنرالان يې غړي دي، د ټاكنو تر وخته د سوډان چارې رهبري کوي.
په سوډان كې له جمهوري رياسته د عمر البشير تر ګوښه كېدو او د پوځي انتقالي شورا لخوا د واك له ترلاسه كولو وروسته په څو مياشتيني تاوتريخوالي كې لسګونه ملكي وګړي ووژل شول.


