د چين يوه لوړپوړي پوځي چارواکي ويلي، چې بيجينګ او پيونګيانګ به دوه اړخيزې اړيکې پياوړې او د اسيا – پاسيفيک سيمې د امنيت لپاره له يو بل سره همکاري پراخه کړي.
د هغه په وينا، چين او شمالي کوريا په سيمه کې د امريکا د پوځي فعاليتونو د ډېرېدو له کبله په خپلو کې همکاري پراخوي.
د بيجينګ او پيونګيانګ د پوځي اړيکو د پراخېدو خبر داسې مال وركول كېږي، چې په دې وروستيو کې امريكا او جنوبي کوريا ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
بلخوا څو ورځې وړاندې د شمالي كوريا يوه پلاوي په بيجينګ كې له چينايي چارواكو سره وكتل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


