ads

د واده پر مراسمو چاودونې د ناوې او زوم د ژوند لویه خوښي په ستر غم بدله کړه

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په چاودنه کې ۶۳ تنه ملکيان وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپيان شوي دي. چاودنه بېګاه شپه د کابل ښار په شهر دوبۍ هوټل کې هغه مهال رامنځته شوه، چې سلګونه کسان د واده په مراسم کې د خوښۍ پر مراسمو سره راټول شوي وو. دا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 زمری 1398
د واده پر مراسمو چاودونې د ناوې او زوم د ژوند لویه خوښي په ستر غم بدله کړه
په شهر دوبۍ هوټل د داعش ډلې برید

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په چاودنه کې ۶۳ تنه ملکيان وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
چاودنه بېګاه شپه د کابل ښار په شهر دوبۍ هوټل کې هغه مهال رامنځته شوه، چې سلګونه کسان د واده په مراسم کې د خوښۍ پر مراسمو سره راټول شوي وو.
دا د هغه دردېدلي سړي غږ دی، چې په دغه چاودنه کې يې دوه ځوان زامن وژل شوي دي.
حاجي فريد وايي ژوند يې تباه شوی دی او نور له هېچا څخه د هېڅ شي تمه نه شي کولی.
په همدې چاودنه کې ټپي شوی سپين ږیری عابدين وايي، د افغانستان حکومت د ملکي وګړو د ژوند په برخه کې هېڅ راز پاملرنه نه کوي.
خو بل پلو د افغانستان حکومت دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د دې پېښې د عاملينو د پيدا کولو په برخه کې د افغانستان له حکومت سره لازمه مرسته وکړي.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، جمهور رييس غني د يکشنبې ورځ خپلې ټولې رسمي او غير رسمي چارې لغوه کړې او د همدې پېښې په تړاو د يوې ځانګړې امنيتي ناستې مشري کوي.
بل پلو په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان او د ملکي وګړو د خونديتوب ډلې استازي دغه پېښه يو ستر بشري جنايت بولي او په اړه يې د هر اړخيزې څېړنې غوښتنه کوي.
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزيز احمد تسل کليد ته وويل، چې حکومت او طالبانو دواړه بايد د دې پېښې د څېړنې لپاره خپل استخباراتي ځواک وکاروي او د دښمن اصلي ريښې پيدا کړي.
د نوموړي په وينا، طالبان اوس د افغانستان د استازيتوب دعوا کوي او يوازې د دې پېښې په ردولو او غندلو سره ځان له مسووليته نه شي خلاصولی.

په ورته وخت کې د بشري حقونو سازمان مشر لعل گل لعل کليد ته وويل، چې نړيوال او د افغانستان استراتيژيک هېوادنه ټول بايد په ګډه د دې پېښې اصلي ريښې وڅاري.
د افغانستان د کورنيو چارو وازت اعلان کړی دی چې په دغه پېښه کې ۶۳ تنه ملکيان وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دې پېښې مسووليت داعش وسلوالو پر غاړه اخيستې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA