پر غزې تړانګې د اسراييلي پوځ د توغندويي بريد په ترڅ كې ۱۱ فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو پر بنسټ، دا بريد تېره شپه ترسره شو.
د اسراییل پوځ ویلي، دغه برید یې د حماس ډلې د څو ورځې وړاندې راکټي برید په ځواب کې کړی، چې له كبله يې پنځه فلسطینیان وژل شوي او شپږ تنه نور ژوبل دي.
دا په ۲۴ ساعتونو کې دوهم ورته برید دی، چې د اسراییل د پوځ لخوا پر غزې تړانګې ترسره کېږي.
اوسمهال په غزه کې شاوخوا دوه میليونه فلسطینیان ژوند کوي، چې د اسراییلو کلابندۍ له اقتصادي بحران او روغتیایي ستونزو سره مخ كړي دي.


