ads

په هرات ښار كې د ښار پاكولو عمومي حشر ترسره شو

د هرات ښاروالۍ د هېواد د خپلواكۍ د ۱۰۰مې كليزې په مناسبت د ښار پاكولو عمومي حشر ترسره كړ. د يادې ادارې وياند غلام رسول عظيمي د دغه كار هدف د هرات ښار د ټولو ناحيو پاكول وښودل. هغه كليد ته وويل، دا حشر نن د هرات ښاروالۍ د كاركوونكو لخوا د دې ولايت د […]

نویسنده: hewadpal
26 زمری 1398
په هرات ښار كې د ښار پاكولو عمومي حشر ترسره شو

د هرات ښاروالۍ د هېواد د خپلواكۍ د ۱۰۰مې كليزې په مناسبت د ښار پاكولو عمومي حشر ترسره كړ.
د يادې ادارې وياند غلام رسول عظيمي د دغه كار هدف د هرات ښار د ټولو ناحيو پاكول وښودل.
هغه كليد ته وويل، دا حشر نن د هرات ښاروالۍ د كاركوونكو لخوا د دې ولايت د والي عبدالقيوم رحيمي په حضور كې ترسره شو.
عظيمي له خلكو وغوښتل، چې له دوى سره د ښار په پاكولو كې برخه واخلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د هرات ښار ډېرى اوسېدونكي د ښار په بېلابېلو سيمو كې د كثافاتو له شتونه شكايت كوي او ښاروالي دې برخې ته په لږې پاملرنې تورنوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA