د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په کارېز کبير سيمه کې د لاسي بم چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه ټپيان كړل.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، تېره شپه شاوخوا نهه بجې د قسيم مشهور په رئيس، چې په تورخم ښارګوټي كې د موټرونو د پرزو پلورنځاى لري، كور ته لاسي بم غورځول شوى، چې د چاودنې له كبله يې دوه ښځې، دوه ماشومانې او پنځه نارينه ټپيان شوي دي.
هغه د يوه نارينه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
د پېښې مسووليت تر دا مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ